کوټه: د بلوچستان پوهنتون د ملازمینو اتحادیې مشر شاه علي بګټي د پوهنتون وائس چانسلر ته لیک استولی او د یوټیلټي الاؤنس د فوري بحالۍ غوښتنه یې کړې ده۔
په لیک کې ویل شوي چې د سختې ګرانۍ او د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي له امله ملازمین له سخت مالي فشار سره مخ دي، او د الاؤنس بندېدل یې ستونزې لا زیاتې کړي دي۔اتحادیې ویلي چې دا الاؤنس د ملازمینو قانوني حق دی او باید ژر تر ژره بحال شي۔—
