مقامی ۳ مئی ۲۰۲۶

کوټه: د مطبوعاتو د ازادۍ په ورځ احتجاجي مظاهره

نوی ژوند (پښتو ورځپاڼه)، کوټهد مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د بلوچستان یونین آف جرنلسټس لخوا د کوټې پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وشوه، چې پکې خبریالانو او د مدني ټولنې غړو پراخه ګډون وکړ۔مظاهره کې ویناوالو وویل چې بلوچستان کې صحافت له سختو ستونزو سره مخ دی او د پیکا قانون په څېر قوانینو له امله د حقیقت بیانول سخت شوي دي۔ویناوالو وویل چې صحافیان د ناامنۍ، مقدماتو او سنسرشپ له جدي خطرونو سره مخ دي، او د رسنیو دفترونه تړل شوي چې د خبریالانو لپاره دندې له منځه وړي۔هغوی غوښتنه وکړه چې د پیکا قانون دې له سره د ټولو اړخونو په مشوره بیا وکتل شي، د رسنیو دفترونه دې بېرته پرانستل شي او خبریالان دې د کار ځایونو ته بحال کړل شي۔