کوټه نوی ژوند (پښتو ورځپاڼه)، کوټه: د عوامي نیشنل ګوند پارلماني مشر انجینئر زمرک خان اڅکزي ویلي دي چې که خبریالان ځانونه ناامنه احساس کړي، نو ازاده او بېطرفه صحافت نه شي پاتې کېدای او جمہوري نظام کمزوری کېږي۔هغه وویل چې بلوچستان کې خبریالانو په سختو حالاتو کې د حقیقت د رسولو لپاره کار کړی او ځینو یې خپل ژوند قربان کړی دی۔نوموړي زیاته کړه چې د عوامي نیشنل ګوند ژمنه ده چې د خبریالانو د حقونو، د بیان ازادۍ او د هغوی د خوندیتوب لپاره به مبارزه جاري ساتي۔هغه وویل چې ازاده صحافت د هرې جمہوري ټولنې بنسټ دی او باید خبریالانو ته بشپړ تحفظ ورکړل شي۔
