واشنګټن (ویبسایټ) — امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال ادعا کړې چې ایران د امریکا سره په ځواب کې د یورانیمو د غني کولو د موقتي درولو آمادګي ښودلې ده.د راپور له مخې، ایران د امریکا هغه غوښتنه رد کړې چې پکې ویل شوي وو د ۲۰ کلونو لپاره دې یورانیم نه غني کېږي.ایران همداراز د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د پړاويز پرانیستلو وړاندیز کړی دی.تهران ویلي چې د امریکا ټول بندیزونه دې لرې شي او بحري محاصره دې پای ته ورسېږي.ایراني سرچینو د وال سټریټ ژورنال راپور رد کړی او ویلي یې دي چې اصلي وړاندیز کې فوري اوربند او د بیا برید نه کولو ضمانت شامل دی.دوی ویلي چې د هر ډول هوکړې په صورت کې باید کنګل شوې شتمنۍ بېرته ازادې شي او بحري بندیزونه پای ته ورسېږي.
