واشنګټن (ویبسایټ) — د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د ایران نوې وړاندیز “احمقانه” دی او ویلي یې دي چې پخواني ولسمشران اوباما او بایډن ښايي دا ډول وړاندیزونه منلي وای.سپینې ماڼۍ کې د خبریالانو سره خبرو کې ټرمپ وویل چې ایران هېڅکله اټومي وسلې نه شي ترلاسه کولی.هغه وویل چې امریکا د ایران سره د وضعیت په کنټرول کې ده او نړۍ ته خدمات وړاندې کوي.ټرمپ ادعا وکړه چې ایران ځینې وخت د خبرو پر مهال موافقه کوي خو وروسته له خپلې خبرې اوړي.هغه زیاته کړه چې ایران کې هم “اعتدال غوښتونکي او سخت دریځه خلک” شته.د ټرمپ په وینا، امریکا د ایران پر ضد پوځي او سیاسي فشار روان ساتي او تر هغه به یې جاري ساتي څو هوکړه وشي.هغه دا هم وویل چې د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره د یوې نوې طرحې (فریډم پروژې) په اړه غور روان دی، خو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
