تازه خبرونه ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

د ریکوډک سکالرشپ فاونډېشن پروګرام د لومړۍ ډلې د فراغت شانداره مراسم، ۳۸ زده کوونکو لوړو پوهنتونونو ته لار وموندله

نوکنډي (ویب نیوز): د ریکو ډک مایننګ کمپنۍ تر سرپرستۍ، د سي ډي سي په سپارښتنه او د سکر آی بي اې پوهنتون په همکارۍ د ریکو ډک سکالرشپ فاونډېشن پروګرام د لومړۍ ډلې د فراغت شانداره مراسم ترسره شول. د چاغي ولسوالۍ ۵۰ زده کوونکو په دې پروګرام کې برخه اخیستې وه چې له ډلې یې ۳۸ زده کوونکو د فاونډېشن سمسټر تر بشپړېدو وړاندې د پاکستان په معتبرو پوهنتونونو کې داخله ترلاسه کړه، په داسې حال کې چې پاتې ۱۲ زده کوونکي د ایم ډي کېټ ازموینې لپاره چمتووالی نیسي. په مراسمو کې د سي ډي سي نوکنډي مشر حاجي عرض محمد بړېچ، خان عبدالرحمن محمدزئی، سردار منظور محمداني، د آر ډي ایم سي د پایدارۍ مدیر سټیفن هرب، عیسیٰ طاهر، زینب نظیر او نورو ګډون وکړ. د سکر آی بي اې پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر آصف احمد شیخ زده کوونکو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې باکیفیته زده کړه د بلوچستان د ځوانانو د روښانه راتلونکي تضمین دی. د آر ډي ایم سي چارواکو هم د ځوانانو د زده کړو او سکالرشپ پروګرامونو د دوام ژمنه وکړه. د پروګرام د زده کوونکو اوسطه تعلیمي پایله یوازې په پنځو میاشتو کې له ۳۳ سلنې څخه ۷۲ سلنې ته لوړه شوې، چې له امله یې د پروګرام موده له ۶ میاشتو څخه ۹ میاشتو ته غځول شوې او د نوې ډلې درسونه به د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې پیل شي.