دنیا ۱۲ مئی ۲۰۲۶

اروپايي ټولنې پر اسرائيلي مېشتو او د حماس پر مشرانو د بندیزونو پرېکړه وکړه

برسلز (نوې ژوند پښتو کوټه) اروپايي ټولنې د اسرائيلي مېشتو او د حماس د لوړپوړو مشرانو پر ضد د بندیزونو لګولو پرېکړه کړې ده، چې دا پرېکړه د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې شوې ده. راپورونه وایي چې په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر ضد تاوتریخوالي کې ککړو اسرائيلي مېشتو او ځینو تنظیمونو ته به بندیزونه ولګول شي، په داسې حال کې چې د حماس هغه مشران هم په نښه کېږي چې د 2023 کال د اکتوبر اوومې برید مسؤل ګڼل کېږي. اسرائيلو د اروپايي ټولنې دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا اقدامات سیاسي او بې قانوني دي، بل لور ته د حماس مشرانو دغه بندیزونه سیاسي منافقت بللی دی. اروپايي ټولنې ویلي چې د تاوتریخوالي او افراطیت پر ضد عملي ګامونه اخیستل ضروري دي۔