تازه خبرونه ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

د ۲۰۲۷ کرکټ نړیوال جام لپاره د ۱۲ لوبغالو اعلان وشو، سیالۍ به په افریقا کې ترسره کېږي

دوبۍ (وېب نیوز): نړیوال کرکټ شورا (آی سي سي) د ۲۰۲۷ کال د پنځوس اوریز نړیوال جام لپاره د ۱۲ لوبغالو رسمي اعلان کړی دی. دغه ستره سیالي به په سویلي افریقا، زمبابوې او نامیبیا کې ترسره کېږي، چې له ډلې یې ۸ لوبغالي په سویلي افریقا، ۳ په زمبابوې او یو لوبغالی د نامیبیا په پلازمېنه وینډهوک کې ټاکل شوی دی. د آی سي سي له مخې، په ۲۰۲۷ نړیوال جام کې به ۱۴ لوبډلې برخه واخلي او د سیالیو لپاره نوی درې پړاویزه فارمیټ معرفي شوی دی. دغه سیالۍ به د اکتوبر له ۴مې څخه د نومبر تر ۲۱مې پورې دوام وکړي، چې په ۱۲ لوبغالو کې به ټولټال ۵۷ لوبې ترسره شي. دا نړیوال جام به له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل بیا په افریقايي خاوره کې ترسره کېږي، مخکېنی ۲۰۰۳ نړیوال جام د سویلي افریقا، زمبابوې او کینیا په ګډه کوربه توب کې ترسره شوی و.