کوټه (پ ر + سید سردار محمد خوندئی)
د پشتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ د صوبایي صدر نصرالله خان زیري په مشرۍ کې د پارټۍ د ضلع کوټې د ضلعي کمیټې مهمه غونډه وشوه.
په غونډه کې د پارټۍ مرکزي سینئر سیکرټري سید قادر آغا ایډووکیټ، صوبایي آفس سیکرټري ندا سنګر، صوبایي ډیپټي سیکرټریانو رحمت الله صابر، پروفیسر اسد ترین، علي محمد ترین، سلیمان بازي په شمول نورو ضلعي او تنظیمي مسؤلینو ګډون وکړ.
په غونډه کې په اوسني سیاسي، تنظیمي، اقتصادي او د امن و امان په وضعیت تفصیلي غور وشو. په دې موقع د پارټۍ د تنظیمي فعالیتونو لا پراخولو، د ولسي اړیکو کمپاین چټک کولو او ولس ته د ورپیښو ستونزو د حل لپاره مهمې پریکړې وشوې.
غونډې ته په وینا کې ویناوالو وویل چې پشتونخوا نیشنل عوامي پارټي یو ملي، ډیموکراټیک او ولس دوست سیاسي تحریک دی، چې بنسټیز هدف یې د پښتون ولس د ملي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او آئني حقونو ساتنه، د ډیموکراسۍ او د آئین د حاکمیت ټینګښت، په وسائلو د ولس د ملکیت حق یقیني کول او د یو سوله ایز، بااختیاره او خوشحاله ټولنې جوړول دي.
ویناوالو وویل چې د همدې هدف لپاره پارټۍ په جنوبي پښتونخوا په شمول په ټول پښتونخوا وطن کې د ابتدایي یونټونو د جوړولو، د ضلعي، سیمه ایزو او یونټ په کچه د کانفرانسونو، تنظیمي غونډو او ولسي اړیکو کمپاین لا چټک کولو پریکړه کړې ده، تر څو د پارټۍ پیغام هر کلي، هرې محلې او هر کور ته ورسول شي او ولس په ملي او ډیموکراټیک مبارزه کې په لا اغیزمنه توګه شریک کړل شي.
په غونډه کې وویل شول چې د بلوچستان صوبه، په ځانګړي ډول پښتونخوا وطن، دا وخت د خپل تاریخ له ډیر نازک او د اندیښنې وړ دور څخه تیریږي. د امن و امان وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي. ترهګري، ټارګیټ کلینګ، د تاوان لپاره تښتونې، د وسله والو جتھو ازاد ګرځیدل، په ملي لویو لارو ناکه بندي، بټه خوري او په بې ګناه وګړو بریدونه معمول ګرځیدلي دي، پداسې حال کې چې وفاقي او صوبایي حکومتونه د ولس د ځان او مال په ساتنه کې په بشپړه توګه ناکام ښکاري.
غونډې وویل چې د زیارت پیښه، د نورک پیښه، د شاهرګ پیښه او پرون په هنه اوړک کې د وسله والو جتھو د بریدونو په شمول پرله پسې خواشینوونکې پیښې د دې حقیقت ښکاره ثبوت دي چې په صوبه کې د ریاست رټ ډیره کمزورې شوې ده. کوټه-خضدار، کوټه-نوشکي، کوټه-سبي، کوټه-لورالایي او نورې مهمې ملي لویې لارې عملاً ناامنه شوې دي. مسافر، ناروغان، میرمنې، زده کوونکي، سرکاري کارکوونکي، مزدوران، سوداګر او ټرانسپورټران د ویرې په فضا کې په سفر کولو مجبور دي، خو حکومت نه دا لویې لارې خوندي کولو کې بریالی شوی او نه یې د وسله والو ډلو پر ضد اغیزمن او پرېکنده ګام پورته کړی دی.
غونډې په دې اړه شدیده اندیښنه وښودله چې کله ریاست د ولس د ځان او مال په ساتنه، د قانون په حاکمیت او د آئین په نفاذ کې ناکام شي نو په ولس کې بې چیني او بې اعتمادي پیدا کیدل یو طبیعي عمل دی.
په غونډه کې نوره وویل شول چې نن د پښتونخوا وطن ولس د یو نه بلکې د ګڼو بحرانونو ښکار دی. له یوې خوا ترهګرۍ، ناامنۍ او د عدم تحفظ احساس د ژوند چارې فلج کړې دي، نو له بلې خوا بې روزګاري، ګراني، غربت، د بریښنا او ګاز اوږده لوډشیډنګ، د تعلیم او صحت د څانګو خراب حالت، د پرمختیایي پروژو بندیدل، د طبیعي وسائلو بې دریغه لوټ او ځوانانو ته د روزګار د موقعو نه ورکولو پالیسیو د ولس ژوند تریخ کړی دی.
غونډې له وفاقي او صوبایي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ د ټولو پیښو ازاده، شفافه او غیر جانبداره پلټنه دې وکړي او اصلي حقایق او ذمه وار عناصر دې ولس ته وښایي، په ملي لویو لارو دې د وګړو د ځان او مال ساتنه یقیني کړي، د ټولو وسله والو جتھو پر ضد دې بې توپیره کاروایي وکړي، د لادرکه کسانو مسله دې د آئین او قانون مطابق حل کړي او په بلوچستان کې د تلپاتې سولې لپاره دې سیاسي قوتونه، منتخب استازي او ځایي ولس په اعتماد کې واخلي او یوه هر اړخیزه او اغیزمنه تګلاره دې خپله کړي.
په پای کې غونډې دا هوډ تکرار کړ چې پشتونخوا نیشنل عوامي پارټي به د ترهګرۍ، افراطیت، جبر، غیر آئني اقداماتو، د وسائلو د لوټ، په ملي حقونو د هر ډول ډاکې، د ولس ضد پالیسیو او په ډیموکراټیکو ارزښتونو د بریدونو پر ضد خپله آئني، ډیموکراټیکه او سیاسي مبارزه په هر قیمت روانه ساتي.
