کوټه (وېب نيوز) د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د بلوچستان په ډېری سیمو کې به هوا ګرمه او وچه وي، خو په ژوب، موسیخېل، بارخان، کوهلو، ډېره بګټي، نصیرآباد، جهل مګسي، سبۍ، لورالایي، آواران، لسبېله، خضدار او شاوخوا سیمو کې د باران امکان شته. د ادارې د شمېرو له مخې، په تربت کې ۴۵، نوکنډي کې ۴۴، سبۍ کې ۴۳، چمن کې ۳۹، کوټه کې ۳۸، قلات او ژوب کې ۳۳، ګوادر او جیواني کې ۳۲ او زیارت کې ۲۷ درجې سانتي ګراد تودوخه ثبت شوې ده.
