بولان: د ملي لويې لارې د بالاناړۍ په سيمه کې وسلهوالو د صادقآباد څخه کوټې ته پر روان مسافر وړونکي کوچ ډزې کړې، چې له امله يې د کوچ چلوونکی وژل شوی او يو مسافر سخت ټپي شوی دی. د پوليسو په وينا، وسلهوالو هڅه وکړه کوچ ودروي، خو د نه درېدو وروسته يې پرې ډزې وکړې. د وژل شوي چلوونکي مړی او ټپي مسافر د درملنې لپاره د سبۍ تدریسي روغتون ته لېږدول شوي دي. له پېښې وروسته پوليسو او امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د بريدګرو د نيولو لپاره يې پلټنې او عمليات پيل کړي دي.
