تازه خبرونه ۷ اگست ۲۰۲۶

په هېواد کې د اوړو بیې نورې هم لوړې شوې، د ۲۰ کیلو بورۍ بیه تر ۱۰۰ روپیو پورې زیاته شوه

کوټه (ویب نیوز): د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د اوړو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی ثبت شوی دی. د احصایې ادارې د شمېرو له مخې، په کراچۍ او لاړکانه کې د ۲۰ کیلو اوړو د بورۍ بیه تر ۱۰۰ روپیو پورې لوړه شوې ده، په داسې حال کې چې اسلام‌اباد کې د ۲۰ کیلو بورۍ بیه ۳ زره ۱۳۳ روپیو ته رسېدلې او تر ټولو لوړه ګڼل کېږي. په پېښور کې بیه ۳ زره ۱۰۰، راولپنډۍ کې ۳ زره ۹۳، بهاولپور کې ۲ زره ۹۶۰، بنو کې ۲ زره ۹۵۰، حیدرآباد، ملتان، سیالکوټ او ګوجرانواله کې ۲ زره ۸۰۰ او په کوټه کې ۲ زره ۷۵۰ روپیو ته رسېدلې ده. بل لور ته په لاهور کې د ۲۰ کیلو اوړو بورۍ په ۲ زره ۳۰۰ او په فیصل‌اباد کې په ۲ زره ۲۰۰ روپیو پلورل کېږي، چې د هېواد د سترو ښارونو په پرتله نسبتاً ټیټې بیې بلل کېږي.