مقامی ۱۶ اگست ۲۰۲۶

د ولس خدمت زما لومړنۍ موخه ده؛ شیخ زرک خان مندوخېل

کوټه (ویب نیوز)د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر او د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخېل ویلي، چې د ولس خدمت یې لومړنۍ موخه ده او خپلې ټولې وړتیاوې یې د سیمې د پرمختګ او د ولس د ستونزو د حل لپاره وقف کړې دي. نوموړي وویل، ولس پر ده باور کړی او دی د دغه باور د پوره کولو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي. هغه دا څرګندونې له بېلابېلو پلاوو سره د خبرو پر مهال وکړې. نوموړي وویل، په سیمه کې د پرمختیايي پروژو پیل شوی، چې پکې د سړکونو جوړول، د تعلیمي ادارو ښه والی او د روغتیايي اسانتیاوو برابرول شامل دي. د هغه په وینا، ځوانانو ته د روزګار د فرصتونو د برابرولو لپاره ځانګړي اقدامات کېږي، څو هغوی د هېواد په رغونه او پرمختګ کې خپل فعال رول ولوبوي. شیخ زرک خان مندوخېل وویل، د ولس ستونزې اورېدل او د هغو د ژر تر ژره حل لپاره اقدامات کول یې لومړنۍ دنده ده او تل به د ولس په منځ کې پاتې کېږي او د هغوی ترڅنګ به ولاړ وي.