بیجینګ (وېب نیوز) د چین له خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر داخلېدو د بندیزونو د موجودیت باوجود، نوموړي د یوې ډیپلوماټیکې تخنیکي لارې له مخې بیجینګ ته سفر کړی دی. د الجزیرې د راپور له مخې چین د روبیو د نوم په رسمي اسنادو کې بدلون راوستی او هغه یې د “مارکو لو” په نوم ثبت کړی دی، څو د بندیزونو له ختمولو پرته ورته د هېواد د داخلېدو اجازه ورکړي.راپور زیاتوي چې د چین حکومت د روبیو د نوم لومړۍ برخه په بل چیني حرف بدل کړې، چې له امله یې نوم په رسمي ډول “لو” ښکاره شوی. په دې توګه بیجینګ وتوانېد چې بندیزونه پر ځای وساتي خو بیا هم روبیو ته د سفر زمینه برابره کړي.د بندیزونو شالید دا دی چې چین پر مارکو روبیو هغه مهال بندیزونه لګولي وو کله چې هغه د امریکا سناتور و، او وروسته د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د بهرنیو چارو وزیر جوړېدو نه مخکې دا بندیزونه لا هم نافذ وو. د چین د بهرنیو چارو وزارت مخکې اشاره کړې وه چې که روبیو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ډونالډ ټرمپسره د غونډې لپاره بیجینګ ته راشي، نو ممکن په بندیزونو کې نرمښت راشي.
