دنیا ۱۴ مئی ۲۰۲۶

امریکا د ایران په مسئله کې له چین څخه مرسته نه ده غوښتې: مارکو روبیو

واشنګټن (نوې ژوند) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیوویلي دي چې امریکا د ایران په مسئله کې له چین څخه هېڅ ډول مرسته نه ده غوښتې او نه هم ورته اړتیا لري.نوموړي یوې امریکايي ټي وي چینل ته په خبرو کې وویل چې د چین لوری هم دا دریځ لري چې د هرمز تنګي باید د پوځي شخړو مرکز نه شي او هلته د تاوتریخوالي مخالفت کوي. د هغه په وینا چین هم په هرمز تنګي کې د ټیکس یا لګښتونو د لګولو مخالف دی، چې دا د امریکا له دریځ سره همغږي لري.مارکو روبیو زیاته کړه چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپروښانه کړې ده چې ایران نشي کولی د امریکا داخلي سیاست د فشار لپاره وکاروي او د کمزورې معاملې لپاره یې مجبوره کړي.نوموړي د تایوان په اړه هم وویل چې چین غواړي تایوان په رضاکارانه ډول یا د ریفرنډم له لارې له چین سره یوځای شي، او دا د چین د قیادت د اوږدمهاله اجنډا برخه ده. هغه وویل چې چین دا عمل “ری یونېفیکیشن” بولي، خو د امریکا باور دا دی چې د زور یا جبر له لارې دا کار کول یوه لویه تېروتنه ده.