اسلاماباد (وېب نیوز) د پټرولیم څانګې د اګست د ۱۹مې لپاره د پټرولو، ډیزلو او خاورو تېلو په بیو کې د نور زیاتوالي اعلان کړی دی. د اعلامیې له مخې د پټرولو بیه په هر لیټر کې ۳.۳۴ روپۍ لوړه شوې او نوې بیه یې ۳۳۴.۵۴ روپۍ ټاکل شوې ده. د ډیزلو بیه په هر لیټر کې ۵.۲۷ روپۍ لوړه شوې او نوې بیه یې ۳۹۵.۶۹ روپۍ ټاکل شوې ده. د خاورو تېلو بیه هم په هر لیټر کې ۴.۲۲ روپۍ لوړه شوې چې له مخې یې نوې بیه ۳۰۰.۸۵ روپۍ ټاکل شوې ده. د پټرولیم څانګې په وینا، د نوو بیو عملي کېدل به نن شپه له ۱۲ بجو څخه پیل شي. د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د پټرولو بیه ۵.۷۷ روپۍ او د ډیزلو بیه ۶.۴۷ روپۍ په هر لیټر کې لوړه شوې وه.
