اسلاماباد(ویب نیوز) په ټول هېواد کې د سرو زرو بیه د تولې په سر ۵۲۰۰ روپۍ لوړېدو سره ۴۷۷ زره او ۱۳۶ روپیو ته رسېدلې ده. د آل پاکستان جیمز اېنډ جیولرز ایسوسی اېشن له مخې، د ۲۴ قیراط سرو زرو د ۱۰ ګرامه بیه هم ۴۴۵۸ روپۍ لوړه شوې او له ۴۰۴ زره او ۶۰۹ روپیو څخه ۴۰۹ زره او ۶۷ روپیو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې د ۲۲ قیراط ۱۰ ګرامه سرو زرو بیه له ۳۷۰ زره او ۹۰۵ روپیو څخه ۳۷۴ زره او ۹۹۱ روپیو ته لوړه شوې ده. د آل سندھ صرافه جیولرز ایسوسی اېشن په وینا، د سپینو زرو د یوې تولې بیه ۲۰۹ روپۍ لوړېدو سره ۷۳۷۹ روپیو او د ۱۰ ګرامه بیه ۱۸۰ روپۍ زیاتوالي سره ۶۳۲۶ روپیو ته رسېدلې ده. په نړیوال بازار کې هم د سرو زرو بیه له ۴۴۹۵ ډالرو څخه ۴۵۴۷ ډالرو ته لوړه شوې ده.
