کوټه (ویب نیوز) په جنوبي افریقا کې د رګبي لوبې له پیل مخکې د دوو جېټ الوتکو د ډېرې ټیټې او خطرناکې الوتنې ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده. په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې دواړو جېټ الوتکو د کېپ ټاون لوبغالي له پاسه په ډېره ټیټه ارتفاع الوتنه وکړه، چې له امله یې نندارچیانو داسې فکر وکړ چې ښايي الوتکې له لوبغالي سره ټکر وکړي، خو پیلوټانو سمدستي الوتکې لوړې ارتفاع ته پورته کړې. د لوبغالي له چت څخه په اخیستل شوې ویډیو کې د الوتکو د الوتنې پر مهال د اورلوبو صحنې هم لیدل کېږي. دغه فضايي ننداره د جنوبي افریقا د سپرېنګ بوکس او د نیوزیلنډ د آل بلیکس رګبي لوبډلو ترمنځ د سیالۍ له پیل مخکې ترسره شوه او صحنې یې په دولتي رسنیو کې هم خپرې شوې.
