تازه خبرونه ۳۱ اگست ۲۰۲۶

وزیراعلیٰ بلوچستان د سینئر خبریال ظاهر خان ناصر د ورور عبدالله ناصر پر مړینه خواشیني څرګنده کړه

کوټه (ورځپاڼه نوې ژوند) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د سینئر خبریال ظاهر خان ناصر د ورور عبدالله ناصر پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. په خپل تعزیتي پیغام کې وزیراعلیٰ له سینئر خبریال ظاهر خان ناصر او غمجنې کورنۍ سره د زړه له کومې خواخوږي او تعزیت څرګند کړی او د مرحوم عبدالله ناصر لپاره یې د مغفرت او د لوړو درجو دعا کړې ده. وزیراعلیٰ دعا وکړه چې الله تعالی دې مرحوم ته په خپل رحمت کې ځای ورکړي او پاتې کورنۍ ته دې د دغه ستر غم د زغم او حوصلې توفیق ورکړي.