کوټه (ورځپاڼه نوې ژوند) د اګست ۳۱مه: د بلوچستان د پانګونې بورډ مرستیال مشر بلال خان کاکړ ویلي چې په بلوچستان کې د امن او امان وضعیت په تدریجي ډول ښه کېږي او د نړۍ له بېلابېلو برخو پانګهوال صوبې ته مخه کوي. نوموړي وویل چې د امریکا او نورو هېوادونو پانګهوال د معدنیاتو او بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري. هغه وویل چې د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د پانګهوالو لپاره د دوستانه پالیسۍ او لیدلوري له امله د پانګونې مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی. د هغه په وینا، د عصري ټکنالوژۍ او پانګونې له لارې د بلوچستان طبیعي سرچینې کارول کېدای شي، چې ورسره به د کار نوي فرصتونه رامنځته او صوبايي اقتصاد پیاوړی شي.
