تازه خبرونه ۳۱ اگست ۲۰۲۶

کوټه، د سترې محکمې برانچ رجسټرۍ د نوي اداري بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کوټه(ورځپاڼه نوې ژوند)د پاکستان د سترې محکمې د کوټې برانچ رجسټرۍ د نوي اداري بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په دې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د سترې محکمې مشر قاضي جسټس یحییٰ افریدي، جسټس هاشم خان کاکړ، جسټس نعیم اختر افغان، د بلوچستان هایکورټ مشر قاضي جسټس کامران خان ملاخېل او نورو لوړپوړو عدالتي چارواکو ګډون وکړ. د سترې محکمې جسټس جمال خان مندوخېل او د کوټې رجسټرۍ مرستیال رجسټرار میر حسین د نوي اداري بلاک د بنسټ ډبره کېښوده. په دې موقع د سترې محکمې مشر قاضي جسټس یحییٰ افریدي او د بلوچستان چیف سیکرټري شکیل قادر خان د کوټې پاین نیالګی کېنوه او د ونو کرلو په لړۍ کې یې هم برخه واخیسته. په غونډه کې د بلوچستان هایکورټ قاضیانو او لوړپوړو وکیلانو هم ګډون کړی و. چارواکو وویل چې نوی اداري بلاک به د ۲۲۶ میلیونه روپیو په لګښت جوړېږي او د مواصلاتو او تعمیراتو ادارې تر څارنې لاندې به یې د یو کال په موده کې د بشپړولو هدف ټاکل شوی دی. د نوي اداري بلاک له جوړېدو سره به د سترې محکمې د کوټې برانچ رجسټرۍ اداري چارو ته لا ښې او عصري اسانتیاوې برابرې شي.