کوټه (ورځپاڼه نوې ژوند) د بلوچستان په صوبايي مرکز کوټه کې د پرمختيايي پروژو سست رفتارۍ د ښاريانو ستونزې زياتې کړې دي، د ښار په ډېرو سيمو کې کيندنې، نيمګړې پروژې او کمزورې انتظامي چارې د خلکو لپاره د سختو ستونزو لامل ګرځېدلي دي. د ښار مهمې لارې، کوڅې او بازارونه له خاورو، دوړو او پرانيستو کندهګانو ډک دي، په بېلابېلو ځايونو کې ولاړې ساختماني ماشينرۍ او نيمګړي کارونه د ټرافيک نظام هم ګډوډ کړی دی. ښوونځيو او روغتونونو ته څېرمه د ودانیزو کارونو پاتې شونو او د خاورو ډېرو د ښاريانو ستونزې نورې هم زياتې کړې دي او د دوړو له امله د تنفسي ناروغيو د زياتېدو اندېښنې هم څرګندې شوې دي. ښاريان وايي چې اړوند دولتي ادارې او محکمې د خلکو د پرلهپسې شکايتونو باوجود اغېزمن ګامونه نه اخلي او پرمختيايي پروژې د اسانتيا پر ځای د خلکو لپاره په ستونزه بدلې شوې دي. ښاريانو پوښتنه کړې چې که د صوبايي مرکز کوټې حالت دومره خراب وي، نو په لرې پرتو ضلعو کې به د پرمختيايي کارونو د څارنې او معيار څه حال وي. ښاريانو له د بلوچستان له اعلی وزير مير سرفراز بګټي، د کوټې ډويژن له کمشنر او نورو لوړپوړو چارواکو څخه د سمدستي نوټس اخيستو او د پرمختيايي پروژو د ټاکلې مودې دننه د بشپړولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې که وضعيت ژر سم نه شي، نو کوټه به د پرمختللي ښار پر ځای د کنډوالې بڼه خپله کړي.
