کوټه (ورځپاڼه نوې ژوند) د بلوچستان د چیف سیکرټري شکیل قادر خان په مشرۍ غونډه وشوه چې پکې بېلابېلو محکمو خپل دوه کلن د کارکردګۍ راپورونه وړاندې کړل. په غونډه کې د روغتیا، صنعت، ښوونځیو، مواصلاتو او تعمیراتو، مالدارۍ، انرژۍ، کانونو او معدني وسایلو او ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ محکمو سیکرټریانو او لوړپوړو چارواکو د خپلو اړوندو څانګو د کارکردګۍ، اصلاحاتو او راتلونکي تګلارې په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل. چیف سیکرټري شکیل قادر خان د محکمو پر وړاندې شوو راپورونو او معلوماتو د اطمینان څرګندونه وکړه او ویې ویل چې د ولس هوساینه د صوبايي حکومت لومړیتوب دی. نوموړي لارښوونه وکړه چې هغو پروژو ته دې لومړیتوب ورکړل شي چې ولس ته مستقیمې اسانتیاوې برابروي او د ټاکلې مودې دننه دې یې د بشپړولو ډاډ ترلاسه شي. هغه ټولو محکمو ته لارښوونه وکړه چې د ولسي خدمتونو او هوساینې لپاره خپلې هڅې لا چټکې کړي او په هره کچه روڼتیا ته لومړیتوب ورکړي. چیف سیکرټري وویل چې د ډیجیټل خدمتونو د پلي کېدو بهیر دې چټک کړل شي، د غیر ضروري بستونو د ختمولو پروسه دې په شفاف ډول بشپړه شي او د ولسي پروژو د کیفیت او سختې څارنې په برخه کې دې هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي. نوموړي په لرې پرتو سیمو کې د بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو ته د ځانګړې پاملرنې لارښوونه هم وکړه. په غونډه کې سیکرټریانو د ولسي خدمتونو د پراختیا، د پرمختیايي پروژو د پرمختګ او د سرچینو د شفاف استعمال په اړه معلومات شریک کړل، په ځانګړي ډول د ډیجیټل کولو له لارې د انلاین خدمتونو، برېښنايي راپور ورکولو او ډیجیټل مدیریتي نظامونو د پلي کېدو د چټکتیا هڅې هم وستایل شوې.
