تازه خبرونه ۱ ستمبر ۲۰۲۶

په دُکي کې بمي چاودنه، درې وروڼه مړه، یو ټپي

کوټه (سید سردار محمد خوندئی) – د تفصیلاتو له مخې د بلوچستان د دُکي ولسوالۍ د لوني تحصیل د کلي بختیار خان په سیمه کې د آئی ای ډي چاودنه شوې ده.
د دُکي ایس پي منصور احمد بزدار په وینا، چاودنه هغه وخت وشوه کله چې یو موټر له سینده څخه تېرېده چې ناڅاپه د آئی ای ډي ښکار شو.

د ایس پي په وینا د چاودنې په نتیجه کې درې وروڼه پر ځای مړه شوي او یو کس سخت ټپي شوی دی.

مړه شوي کسان په خپل شخصي موټر کې خپلې ځمکې ته روان وو. د مړو شویو کسانو پیژندنه د رحمت الله، دوراني او نعمت الله پسران سلطان په نومونو شوې، په داسې حال کې چې د ټپي شوي کس پیژندنه د عتیق الله ولد مولوي نیک محمد په نوم شوې ده.

د دُکي ایس پي وویل چې مړي او ټپي سمدستي د دُکي ولسوالیز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه په ولکه کې اخیستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.