تازه خبرونه ۱ ستمبر ۲۰۲۶

پاکستان د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۶-۲۷م کال مشري په غاړه واخیسته

اسلام‌اباد (ویب نیوز) پاکستان د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۶-۲۷م کال مشري په غاړه واخیسته. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار په بشکیک کې د شانګهای همکارۍ سازمان له عمومي منشي سره وکتل او د سازمان د مشرۍ پر مهال یې د پاکستان لومړیتوبونه او تګلاره ورسره شریکه کړه. د شانګهای همکارۍ سازمان عمومي منشي پاکستان ته د مشرۍ د ترلاسه کولو له امله مبارکي ورکړه او د بشپړ ملاتړ ډاډ یې ورکړ. په لیدنه کې هوکړه وشوه چې د پاکستان د مشرۍ پر مهال به د پاکستان او د سازمان د دارالانشاء ترمنځ نږدې اړیکې او همکاري دوام ولري. په دې لیدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت منشي آمنه بلوچ او د شانګهای همکارۍ سازمان د ملي همغږۍ مسؤول محمد فیصل هم ګډون کړی و. دواړو لورو د پاکستان د مشرۍ پر مهال د سازمان د لومړیتوبونو د عملي کولو لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.