کوټه (وېب نیوز)صوبايي وزیرانو او د اسمبلۍ غړو ویلي چې د بلوچستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره به ټولې شته سرچینې وکارول شي او حکومت د صوبې د پرمختګ لپاره هره ممکنه هڅه کوي. میر سلیم خان خوڅي، میر شعیب نوشیرواني، میر صادق عمراني، محمد خان لهړي، شیخ زرک خان مندوخېل او حاجي محمد خان تور اتمانخېل په خپل بیان کې ویلي چې ځینې عناصر د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړوي، خو حکومت به هغوی ته اجازه ورنه کړي چې بلوچستان بېرته تیارو ته بوځي. دوی وویل بلوچستان یو سوله ییز، جمهوري او د پرمختګ وړ صوبه ده او ځوانان باید د منفي فعالیتونو پر ځای زده کړو ته مخه کړي او خپل راتلونکی روښانه کړي. دوی زیاته کړه چې حکومت د امن، پرمختګ او سوکالۍ لپاره عملي اقدامات کوي او ډېر ژر به ولس د دې هڅو مثبتې پایلې وویني.
