کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړي میر صادق عمراني په صوبه کې د خرابېدونکي امن و امان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اسلام آباد ته تللي د بلوچستان خلک له ښکنځلو وروسته بېرته ستانه شول. نوموړي پوښتنه وکړه چې د بلوچستان خلک چا اسلام آباد کلب ته وربللي او سپک کړل؟ میر صادق عمراني وویل چې د امن و امان وضعیت دومره خراب شوی چې خلک اوس اوړک او زیارت ته هم په ازاد ډول سفر نه شي کولای، حکومت باید د امن د ټینګښت او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره بېړني او اغېزمن ګامونه واخلي.
