کوټه(وېب نیوز)د جنوبي پښتونخوا د ولسونو پښتني قومي جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي منشي نواب محمد ایاز خان جوګېزي په مشرۍ په کوټه کې روانه ده، چې د جنوبي پښتونخوا له ټولو ضلعو څخه قبایلي مشرانو، سیاسي او ټولنیزو فعالانو، علماوو، وکیلانو، ښځو او د مدني ټولنې استازو په ګډون له څلورو زرو څخه زیاتو کسانو ګډون کړی دی. جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په لارښوونه په جنوبي پښتونخوا کې د خرابېدونکي امن و امان وضعیت او په بېلابېلو سیمو کې د ترهګریزو پېښو په غبرګون کې جوړه شوې ده. د جرګې په بېلابېلو ناستو کې ویناوالو پر روان وضعیت خبرې وکړې او ټاکل شوې چې جرګه د سپټمبر تر لومړۍ نېټې هم دوام وکړي، چې په ترڅ کې به قومي مشران خپلې وړاندیزونه وړاندې کړي او وروسته به ګډ اعلامیه خپره شي.
