د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ ویلي چې د افراطیت، ترهګرۍ او فرقهواریت پر ضد مبارزه به نوره هم چټکه کړي. نوموړي د کان مهترزۍ په تاریخي “ملي شهید سورګل کند مېله” کې د وینا پر مهال وویل چې د پښتنو کلتور، دودونه او ملي ارزښتونه به ژوندي ساتل کېږي او منفي پروپیګنډ ته به ځواب ورکول کېږي.
