ماسکو (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د روس کریملن تایید کړې چې ولسمشر ولادیمیر پیوتن به ډېر ژر چین ته رسمي سفر وکړي، د کریملن ویاند دمتري پیسکوف ویلي چې د سفر نېټه به ژر اعلان شي، په دې سفر کې به پیوتن د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره لیدنه وکړي چې پکې به د دواړو هېوادونو اړیکې، سوداګري او نړیوالې مسئلې وڅېړل شي، همداراز به د نړیوال سیاست او د امریکا د وروستیو اقداماتو په اړه هم خبرې وشي، دغه سفر د روس او چین ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي.
