دنیا ۱۶ مئی ۲۰۲۶

د اماراتو او روسیې د ولسمشرانو ټیلیفوني اړیکه، د ستراتیژیکې همکارۍ د پیاوړتیا پرېکړه

کوټه (صداقت انټرنیشنل ویب نیوز) د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ ټیلیفوني اړیکه شوې چې پکې دواړو مشرانو د خپلمنځي ستراتیژیکې همکارۍ د لا پیاوړتیا، د منځني ختیځ وضعیت، سیمه‌ییزو امنیتي ستونزو او نړیوالې سمندري سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي، د اماراتي خبري اژانس له مخې پوتین د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو د تبادلې په برخه کې د اماراتو د منځګړیتوب هڅې ستایلي او د دغه هېواد د سفارتي رول یې ستاینه کړې ده۔