کوټه (صداقت انټرنیشنل ویب نیوز) په نړیواله او کورنۍ ګولډ مارکیټ کې نن هم د سرو زرو او سپینو زرو په بیو کې کمی ثبت شوی، د صرافه ټولنې له مخې 24 قیراط فی توله سره زر 600 روپۍ ارزانه شوي او 4 لکه 76 زره 262 روپیو ته رسېدلي، همدارنګه 10 ګرامه سره زر 515 روپۍ کم شوي او 4 لکه 8 زره 317 روپیو ته رسېدلي، د سپینو زرو فی توله بیه هم 159 روپۍ کمه شوې او 8 زره 73 روپیو ته راښکته شوې، په نړیواله مارکیټ کې فی اونس سره زر 6 ډالر کم شوی او 4539 ډالرو ته رسېدلی دی۔
