کوټه (ویب نیوز) اوګرا د پټرولو بیه په هر لیټر کې ۵ روپۍ او ۲ پېسې او د تېز رفتار ډیزلو بیه ۵ روپۍ او ۲۸ پېسې لوړه کړې، چې له مخې یې د پټرولو نوې بیه ۳۷۵ روپۍ او ۸۲ پېسې او د ډیزلو بیه ۴۰۳ روپۍ او ۳۲ پېسې فی لیټر ټاکل شوې ده. د حکومت د خبرتیا له مخې نوې بیې به د سپټمبر له ۱۲مې تر ۱۴مې پورې د درې ورځو لپاره نافذې وي. په تېرو پنځو ورځو کې د پټرولو بیه ۲۹ روپۍ او ۹۵ پېسې او د ډیزلو بیه ۲۵ روپۍ او ۲۷ پېسې لوړه شوې ده، په داسې حال کې چې په تېرو شاوخوا شپږو اوونیو کې پټرول ۶۰ روپۍ او ۲ پېسې او د جولای له ۲۱مې راهیسې ډیزل ۴۳ روپۍ او ۳۲ پېسې فی لیټر ګران شوی دی.
