شیراني (ویب نیوز) د شیراني ضلعي مرکز د ستنو راغه په خپل اصلي ځای کې د بیا بحالۍ او د دولتي ادارو د بشپړ فعالولو لپاره روان سولهییز پرلت ۱۹۶مې ورځې ته داخل شو. د آل شیراني حریفال اتحاد مشر سردار غلام سرور شیراني په مشرۍ قومي مشرانو او ځوانانو په پرلت کې ګډون وکړ. ویناوالو تور ولګاوه چې د صوبايي اسمبلۍ غړي ډاکټر نواز کبزۍ د شیراني د خلکو حقونو ته پاملرنه نه ده کړې او په پی ایس ډي پي کې د ولسوالۍ لپاره د پام وړ پرمختیايي پروژه نه ده شامله شوې. هغوی وویل چې ځوانان د کار له فرصتونو بې برخې دي او د دندو د پلورلو شکایتونه هم شته. دوی د ټانک سړک د پاتې برخې، چچوبي سړک او انزرخېزۍ سړک د ژر بشپړولو، د سېټلمنټ پروسې د پای ته رسولو او د دولتي ادارو د چارواکو او کارکوونکو د خپلې دندې پر ځای د حاضرېدو غوښتنه وکړه. ویناوالو څرګنده کړه چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به خپله سولهییزه او قانوني مبارزه روانه ساتي.
