تازه خبرونه ۱۳ ستمبر ۲۰۲۶

هند د سریلانکا لوبډلې ته په ماتې ورکولو د ښځو شل اوریزه اسیا کپ وګاټه

کوټه(ویب نیوز) د هند ښځینه لوبډلې د دوبۍ په فاینل کې دفاعي اتلې سریلانکا ته په ۷۲ منډو ماتې ورکړه او د ښځو شل اوریزه اسیا کپ یې وګاټه. هند لومړی بیټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۸۳ منډې جوړې کړې؛ شفیالي ورما ۶۸ او سمرتي مندانا ۵۹ منډې وکړې. د ۱۸۴ منډو هدف په تعقیب کې د سریلانکا ټوله لوبډله په ۲۰ اورونو کې پر ۱۱۱ منډو وسوځېده. د هند له لوري شري چاراني ۴ او دیپتي شرما ۳ ویکټې واخیستې.