تازه خبرونه ۱۵ ستمبر ۲۰۲۶

د پټرولیم محصولاتو بیې لوړې شوې

کوټه(ویب نیوز) د تېلو او ګازو تنظیمي ادارې (اوګرا) د پټرولیم محصولاتو نوې بیې اعلان کړې دي. د خبرتیا له مخې د ډیزلو بیه په هر لیټر کې ۶ روپۍ او ۴۱ پېسې او د پټرولو بیه ۴ روپۍ او ۱۰ پېسې لوړه شوې ده. له زیاتوالي وروسته د ډیزلو نوې بیه ۴۱۵ روپۍ او ۸۳ پېسې او د پټرولو بیه ۳۸۴ روپۍ او ۳۴ پېسې فی لیټر ټاکل شوې ده.