کوټه(ویب نیوز) ساینس پوهانو د داسې ۲۵ زره کلن انسان شواهد موندلي چې سپېلنی یا بېټل نټ به یې ژوول. د ګریفیت پوهنتون څېړونکو ویلي چې دغه لرغونی ښکارکوونکی او د خوړو راټولوونکی انسان د یخنۍ د دورې په وروستیو کې د اندونیزیا په سولاویسي ټاپو کې اوسېده. د متخصصینو په وینا د سپېلني ژوول د لږ نشهيي احساس او ویښتیا لامل کېږي او اوس هم په اسیا او د ارام سمندر په سیمه کې په پراخه کچه کارول کېږي. د څېړنې له مخې په سولاویسي کې موندل شوي شواهد ښيي چې د انسانانو له خوا د نشهيي یا رواني اغېز لرونکو موادو د استعمال تاریخ تر پخوا اټکل څخه شاوخوا ۱۰ زره کاله نور هم پخوانی دی. څېړونکو د لرغوني انسان پر غاښونو ژور او ګرد داغونه هم موندلي چې د سپېلني له ژوولو سره سمون لري.
