کوټه(ویب نیوز) پاکستان د سمرقند اولمپیاډ ۲۰۲۶ په سیالیو کې د اسرائیل پر وړاندې د شطرنج له لوبې کولو ډډه کړې او د یادې لوبې بایکاټ یې کړی دی. ټاکل شوې وه چې د پاکستان او اسرائیل د شطرنج لوبډلې نن د لومړي پړاو په سیالۍ کې مخامخ شي. د پاکستان د شطرنج فدراسیون مشر ذیشان علي نقوي ویلي چې د اسرائیل په اړه د پاکستان روښانه حکومتي تګلاره شته او د دې پالیسۍ خلاف له اسرائیل سره لوبه نه شي کېدای. نوموړي وویل چې له فلسطین سره د پیوستون د څرګندولو لپاره یې د اسرائیل پر وړاندې په لوبه کې ګډون نه دی کړی. د ازبکستان په سمرقند کې په ترسره کېدونکي اولمپیاډ کې د نړۍ د ۲۰۳ هېوادونو لوبډلې ګډون لري.
