تازه خبرونه ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

اسیايي لوبې: عاصم خان نیمه پایلوبې ته ورسېد، د پاکستان لومړی مډال یقیني

کوټه(ویب نیوز) د اسیايي لوبو د ګډو رزمي هنرونو په سیالیو کې د پاکستان ایم ایم اې لوبغاړي عاصم خان د ۶۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې نیمه پایلوبې ته لار وموندله. عاصم خان په کوارټر فاینل کې خپل کمبوډیايي سیال مات کړ، چې ورسره د پاکستان لږ تر لږه د برونزو مډال یقیني شو. که هغه په نیمه پایلوبه کې بریالی شي، د سرو زرو یا سپینو زرو مډال د ګټلو چانس به هم ولري.