کوټه(ویب نیوز) د پنځم حکیم نادر عباس تکواندو اتلولۍ کې د لاهور د نیشنل تکواندو کلب ځوانو لوبغاړو غوره کارکردګي وکړه او ۲ د سرو زرو او ۲ د سپینو زرو مډالونه یې وګټل. حاد شاهد او حرم د سرو زرو، په داسې حال کې چې حسان شاهد او عباد عادل مرزا د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړل. په سیالیو کې د بېلابېلو کلبونو له ۱۷۰ څخه زیاتو لوبغاړو ګډون کړی و. د کمربندونو د ترفیع په ازموینه کې حاد شاهد او حسان شاهد نیلي کمربندونه او حرم تور کمربند ترلاسه کړ.
