تازه خبرونه ۵ مئی ۲۰۲۶

که ایران پر سوداګریزو بېړیو برید وکړي، له سخت پوځي ځواک سره به مخ شي: د امریکا د جګړې وزیر

واشنګټن (رپورټ) — د امریکا د جګړې وزیر پېټ هیګسېت ویلي دي چې که ایران پر سوداګریزو بېړیو بریدونه وکړي، نو له سخت او پرېکنده پوځي ځواک سره به مخامخ شي.هغه د پینټاګون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ایران شپږو سمندري بېړیو د ناکه‌بندۍ د ماتولو هڅه وکړه، خو د امریکا سمندري ځواکونو هغوی بېرته شاتګ ته اړ کړل. د هغه په وینا، دغه سمندري لاره یوازې د امریکا نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره حیاتي اهمیت لري، او د “پروجیکټ فریډم” عملیات روان دي چې د سوداګریز تګ راتګ بیا بحالي یقیني کړي.نوموړي زیاته کړه چې د امریکا مرکزي قومانده (سېنټ کام) او متحد هېوادونه د سلګونو بار وړونکو کمپنیو سره په دوامداره اړیکه کې دي. هغه خبرداری ورکړ چې که ایران پر سوداګریزو بېړیو برید وکړي، نو سخت پوځي غبرګون به ورکړل شي. ده وویل چې دا د امریکا لپاره یو موقتي ماموریت دی، خو نړۍ ته پکار ده چې خپل مسؤلیت ادا کړي او پر وخت مخته راشي.بلخوا، جنرال ډین کین وویل چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر د یکشنبې په ورځ “پروجیکټ فریډم” پیل شو، چې موخه یې د هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ بېرته عادي کول دي. هغه وویل چې امریکایي ځواکونه د ایران د وړو کښتيو او بې‌پیلوټه الوتکو پر ضد اقدامات کوي.جنرال زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې د امریکا شاوخوا ۱۵ زره پوځیان برخه اخلي، او د هرمز تنګي د بندېدو له امله شاوخوا ۲۲ زره ۵۰۰ سمندري کارکوونکي بند پاتې دي. د هغه په وینا، ایران پر خپلو ګاونډیو هېوادونو بریدونه دوامداره ساتلي، خو دا وضعیت لا تر دې حده نه دی رسېدلی چې پراخې جګړې ته لاره هواره کړي.هغه ټینګار وکړ چې امریکایي ځواکونه د ایران پر ضد د پراخو عملیاتو لپاره بشپړ چمتو دي، او سوداګریزو بېړیو ته به د سمندر او فضا له لارې بشپړ امنیت ورکول کېږي. تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به نورې بېړۍ هم د هرمز له تنګي څخه تېرې شي.