چمن (وېب نیوز)په چمن کې د ډیپټي کمشنر چمن حبیب احمد بنګلزي په مشرۍ د ډیپټي کمشنر دفتر چمن کې د ډسټرکټ کوارډینیشن کمېټۍ (DCC) مهمه غونډه ترسره شوه.په غونډه کې د چمن سکاوټس، ۴۰ ایف ایف، ضلعي پولیسو، آئی ایس آئی، ملټري انټلیجنس، ضلعي انتظامیې، د پوهنې محکمې، د اکسائز او ټیکسیشن محکمې، اینټي نارکوټکس فورس (ANF)، انټلیجنس بیورو (IB)، کاونټر ټېروریزم ډیپارټمنټ (CTD)، سپیشل برانچ په ګډون د نورو اړوندو ادارو چارواکو ګډون وکړ.په غونډه کې د چمن ضلعې د ټولیزې امنیتي وضعیت، امنیتي تدابیرو، د بېلا بېلو حکومتي ادارو ترمنځ متقابلې همغږۍ، اداري چارو او د ولسي ګټو اړوند موضوعاتو تفصیلي جاج واخیستل شو. په دې موقع د اړوندو ادارو ترمنځ پر اغیزمنې همکارۍ، پر وخت د معلوماتو پر تبادله او د ګډې تګلارې له لارې د اداري او امنیتي ننګونو د حل پر اهمیت ټینګار وشو.د چمن ډیپټي کمشنر حبیب احمد بنګلزي غونډې ته وینا کې وویل چې په ضلع کې د امن او امان د ټینګښت، د ولس د ځان او مال د ساتنې او د حکومتي چارو د اغیزمن ترسره کولو لپاره د ټولو اړوندو ادارو او محکمو ترمنځ قوي همغږي او متقابل همکاري اړینه ده. هغه پر چارواکو ټینګار وکړ چې خپلې مسؤلیتونه په مسلکي ډول ترسره کړي او د ولسي ګټو ته لومړیتوب ورکولو سره خپلې ټولې وړتیاوې وکاروي.د غونډې په پای کې دا ژمنه بیا تازه شوه چې د چمن په ضلع کې د امن او امان د ټینګښت، د اداري ښه والي او د ولس د ستونزو د حل لپاره به ټولې اړوندې ادارې د متقابلې همکارۍ او همغږې تګلارې لاندې خپل رول ته دوام ورکوي.
