د خزانې وزارت لخوا د روان مالي کال ۲۰۲۵ د لومړیو شپږو میاشتو (جولاۍ تر دسمبر) ارقام د صوبو د اقتصادي لومړیتوبونو او د پرمختیا د سمت په اړه ډېرې مهمې پوښتنې راپورته کوي. د رپوټ له مخې، په بهرنیو پورونو کې پنجاب د ۶.۱۵ میلیارده ډالرو سره تر ټولو وړاندې دی، په داسې حال کې چې سندھ د ۵.۱۶ میلیارده ډالرو پور لاندې دی. همدا رنګه خیبر پښتونخوا ۲.۹ میلیارده ډالره، آزاد جمو او کشمیر ۲۰۲ میلیونه ډالره او ګلګت بلتستان ۶۹ میلیونه ډالره بهرنی پور اخیستی دی. خو په دې ټولو کې تر ټولو حیرانوونکی وضعیت د بلوچستان دی؛ د هېواد تر ټولو لویې او له وسایلو مالامال صوبې په توګه، بلوچستان یوازې ۳۷ نیم کروړه (۳۷۵ میلیونه) ډالره بهرنی پور لري. که څه هم دا ارقام په بظاهر د مالي نظم نښه ښکاري، خو په اصل کې دا د پرمختیا په بهیر کې د بلوچستان د وروسته پاتې کېدو یوه لویه نښه هم ده.نورو صوبو د دغو بهرنیو پورونو لویه برخه پر میټرو ټرین، بي آر ټي، لویو لارو او د برېښنا پر پروژو لګولې ده، چې ورسره هلته اقتصادي فعالیتونه ګړندي شوي او د کار فرصتونه پېدا شوي دي. د دې په مقابل کې د بلوچستان لخوا د کم پور اخیستل دا ښيي چې دلته د لویو بنسټیزو پروژو او اقتصادي پرمختګ لپاره له نړیوالو مالي ادارو څخه د ګټې اخیستنې هڅه نه ده شوې. بلوچستان د مالدارۍ (Livestock) په برخه کې دومره لویه شتمني لري چې نه یوازې د صوبې بلکې د ټول هېواد تقدیر بدلولی شي، خو د عصري حلال خونو (Slaughter Houses)، د سړولو سیسټم (Cold Chain) او د لبنیاتو د پروسس یونټونو لپاره د اړینې پانګونې د نشتوالي له امله دا شعبه نن هم په پخوانیو طریقو ولاړه ده.همدا راز د بلوچستان مځکه د سکرو (Coal)، کرومایټ او نورو قیمتي کانونو له خزانو ډکه ده، خو د دغو وسایلو د عصري ساینسي راویستلو او په هغوی کې د ارزښت زیاتولو (Value Addition) لپاره نړیوال مالي ملاتړ نه دی ترلاسه شوی. همدا حال دلته د مېوو د تولید دی؛ یو خوا د سړو سیمو غوره مېوې لکه مڼې، انګور او انار دي او بل خوا د مکران په ساحلي پټۍ کې د خرماوو نړیوال معیار لرونکي ډولونه پېدا کېږي. نړیوالو منډیو ته د دغو مېوو د رسولو لپاره نه خو د پروسس پلانټونه لګول شوي او نه هم د صادراتو اسانتیاوې برابرې شوې دي. د پورونو په اخیستلو کې دا زړه نا زړه والی په حقیقت کې په صوبه کې د لویو او ګټورو پروژو د نشتوالي سبب شوی، چې نېغ په نېغه یې پسماندګۍ ته لاره هواره کړې ده.د وخت غوښتنه دا ده چې د بلوچستان حکومت په خپله مالي ستراتیژۍ له سره غور وکړي. پور اخیستل پخپله کومه بده خبره نه ده، په دې شرط چې هغه د ولس د سوکالۍ او د عاید لرونکو اثاثو د جوړولو لپاره وکارول شي. حکومت ته پکار ده چې د مالدارۍ، کانونو او د باغونو په برخه کې د انقلاب راوستلو لپاره کلک پلانونه جوړ کړي او د نړیوال بانک یا اسیايي پرمختیایي بانک په څېر ادارو څخه داسې پورونه ترلاسه کړي چې نېغ په نېغه د خلکو ټولنیز او اقتصادي حالت بدل کړي. که دا پانګونه د کانونو پر تصفیه، د مېوو پر بسته بندۍ او د مالدارۍ د تولیداتو پر صادراتو وشي، نو بلوچستان به نه یوازې د پورونو د بېرته ورکولو وړتیا پیدا کړي، بلکې د هېواد د اقتصاد په انجن به بدل شي. د پسماندګۍ د تیارو ختمولو لپاره د وسایلو فعالول اړین دي او د دې لپاره زړور اقتصادي پرېکړې ډېرې ضروري دي.
