12 مئی 2007 کراچی واقعات د پاکستان په سیاسي او جمهوري تاریخ کې د ۱۲مئي پېښه یوه داسې غمجنه او خونړۍ واقعه ده چې یادونه یې نن هم د هر باشعوره انسان زړه دردوي۔ دا هغه ورځ وه چې سیاسي اختلاف، د طاقت ښودنې او اقتدار د سیالۍ په نوم د انسان ژوند بې ارزښته کړل شو، خلک په کوڅو او سړکونو کې ووژل شول، ژوندي انسانان او ګاډي وسوځول شول او ښار د وېرې او تشدد په نښه بدل کړل شو، چې دا هر څه د یوه مهذب او جمهوري معاشرې لپاره د شرم او افسوس وړ دي۔ تر ټولو دردونکې خبره دا وه چې په همدې ورځ د ځینو سیاسي حلقو له لوري د طاقت د مظاهرې او جشن فضا هم جوړه شوه، چې نه یوازې یې قومي ضمیر ټپي کړ بلکې دا احساس یې هم ژور کړ چې کله سیاست د انسان د ژوند له احترام څخه خالي شي نو جمهوریت یوازې تر شعار پورې محدود پاتې کیږي۔ که د دې خونړۍ پېښې ذمه وار کسان پر وخت د قانون منګولو ته سپارل شوي وای او حساب ورسره شوی وای، نو کېدای شي د پاکستان تاریخ به نن بل ډول وای، ځکه عادلانه احتساب نه یوازې د راتلونکو داسې پېښو مخه نیولی شوای بلکې پر ریاستي ادارو او جمهوري نظام د خلکو باور یې هم ټینګولی شوای، خو بدقسمتۍ سره داسې ونه شول او همدې خلا په ټولنه کې د زور، سیاسي انتقام او له قانونه د لوړ پاتې کېدو ذهنیت ته وده ورکړه۔ نن هم په هېواد کې سیاسي ترینګلتیا، عدم برداشت او ادارو ترمنځ ټکرونه د همدې ناسمو روایتونو تسلسل ښکاري۔ پاکستان که څه هم په نړیواله کچه د پرمختګ، سفارتي اهمیت او اقتصادي فرصتونو وړتیا لري، خو داخلي ګډوډي، سیاسي بې ثباتي او د جمهوري ارزښتونو کمزوري د دې پرمختګ په لاره کې ستر خنډونه دي۔ ترڅو چې د ماڼیو سازشي عناصر، د ولسي حقونو غاصبین او د زور سیاست کوونکي بې پرې احتساب سره مخ نه شي، تر هغې به په هېواد کې دوامداره ثبات او حقیقي جمهوري پرمختګ ناشونی وي۔ وخت دا تقاضا کوي چې د ماضي له ترخو تجربو زده کړه وشي او اختلافات د تشدد پر ځای د آئین، قانون او سیاسي برداشت له لارې حل کړل شي، ځکه قوي قومونه یوازې په اقتصاد نه بلکې په انصاف، د قانون په واکمنۍ او د انساني ژوند په احترام سره جوړیږي۔
