بلوچستان که له یوې خوا د طبیعي شتمنیو، جغرافیایي اهمیت او اقتصادي ارزښت له پلوه د هېواد یو مهم صوبه ګڼل کېږي، خو له بلې خوا یې ولس تر اوسه د څښاک پاکو اوبو، معیاري تعلیم، روغتیا، روزګار او بنسټیزو اسانتیاوو څخه محروم پاتې دی، په ځانګړي ډول د جنوبي پښتونخوا سیمې لکه کوټه، سبي، موسیٰ خېل، ژوب، لورالایي، پشین، قلعه سیف الله، چمن او قلعه عبدالله د غربت، بې روزګارۍ، خرابو سړکونو، د اوبو بحران او پرمختیایي پروژو د نشتوالي له جدي ستونزو سره مخ دي، بل لور ته د ګوادر لپاره د راتلونکو لسو کلونو په موده کې د ۲۸۰ اربه روپیو ستر پرمختیایي پروګرام اعلان شوی چې یقیناً د هېواد د اقتصادي راتلونکي لپاره مهم بلل کېږي، خو اساسي پوښتنه دا ده چې آیا د بلوچستان پرمختګ یوازې د ګوادر تر پرمختګ پورې محدود دی؟ که ګوادر ته نړیوال معیار پرمختیایي منصوبې ورکول کېږي نو بیا کوټه، سبي، موسیٰ خېل، ژوب، لورالایي، پشین، قلعه سیف الله، چمن او قلعه عبدالله ولې له ورته پاملرنې بې برخې دي؟ د بلوچستان سیاسي تاریخ ښيي چې د وسایلو او اختیاراتو غیر مساوي وېش تل بې باوري او محرومیتونه زیات کړي دي او همدا نابرابري د وروڼو قومونو ترمنځ فاصله پیدا کوي، ځکه نو اړتیا ده چې وفاقي او صوبایي حکومتونه د بلوچستان د ټولو سیمو لپاره د برابر پرمختګ، صنعتي زونونو، پوهنتونونو، روغتونونو، د اوبو منصوبو او عصري لویو لارو جامع تګلاره جوړه کړي، ځکه د بلوچستان حقیقي پرمختګ هغه وخت ممکن دی چې د ګوادر د رڼاګانو ترڅنګ کوټه، سبي، موسیٰ خېل، ژوب، لورالایي، پشین، قلعه سیف الله، چمن، قلعه عبدالله، خضدار او تربت په ګډون د صوبې ټول محرومې سیمې هم د برابر پرمختګ او سوکالۍ احساس ترلاسه کړي۔
