ټيکنالوژي ۲۲ مئی ۲۰۲۶

د زړه ناروغیو خطره د ساده ورځنیو عادتونو په بدلون کمېدای شي: نوې څېړنه

په یوه نوې نړیواله څېړنه کې ویل شوي چې د ورځني ژوند کوچني بدلونونه د زړه ناروغیو او فالج خطر په څرګند ډول کمولی شي.د څېړنې له مخې یوازې 10 دقیقې اضافي خوب، لږ چټک قدم وهل او د سبزیانو زیات استعمال د زړه روغتیا ښه کوي.د سډني پوهنتون، چیلي او برازیل څېړونکو د برطانیې د 53 زره څخه زیاتو کسانو معلومات تحلیل کړي. پایلو ښودلې چې په خوب، فزیکي فعالیت او خوراک کې کوچني بدلونونه د زړه د ناروغیو خطر شاوخوا 10 سلنه کموي.څېړنه وایي که یو کس مناسب خوب، منظم ورزش او متوازن خوراک خپل کړي نو د زړه د ناروغیو خطر تر 57 سلنه پورې کمېدای شي.ماهرین وایي چې لوی بدلونونه اړین نه دي، بلکې کوچني او دوامداره عادتونه تر ټولو اغېزمن دي.