منځنی ختیځ کې وروستۍ کړکېچونه، په ځانګړي ډول د امریکا او ایران ترمنځ زیاتېدونکي تاوتریخوالی، یو ځل بیا نړۍ ته دا حقیقت ور په یادوي چې د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ لویه برخه پر څو حساسو بحري لارو تکیه لري. په دې کې تر ټولو مهمه د هرمز تنګه ده، چیرې چې هر ډول پوځي یا سیاسي کړکېچ ژر نه یوازې د خلیج سیمې بلکې د نړیوال اقتصاد پر وضعیت هم اغېز کوي. د تېلو د بیو بدلون، د بحري بیمې لګښتونو زیاتوالی، د سوداګرۍ ځنډ او د پانګهوالو اندېښنې هغه عوامل دي چې نړۍ بیا بیا د بېثباتۍ لور ته بیایي.
دا حقیقت خپل ځای لري چې د خلیج هېوادونو په تېرو کلونو کې د بدیل لارو او پایپ لاینونو په برخه کې محدود پرمختګ کړی، خو اوسني حالات ښايي دا فکر یو نوي لوري ته یوسي. داسې ښکاري چې د خلیج هېوادونه، په ځانګړي ډول سعودي عرب، متحده عربي امارات او عمان، د راتلونکي اړتیاوو په نظر کې نیولو سره دې ته جدي پام وکړي چې د انرژۍ رسونه او سوداګري یوازې یوې حساسې لارې پورې محدوده نه کړي، بلکې د بدیلو لارو له لارې یې لا خوندي، متنوع او دوامداره کړي. په دې لړ کې نه یوازې د پایپ لاین شبکې، بلکې د ممکنه بدیلو بحري لارو او د کانال پروژو ارزښت هم د بحث وړ دی.
دا بحث باید یوازې د پټرولیم تر محصولاتو محدود نه وي. که په راتلونکي کې د لویو زیربنايي پروژو په اړه غور وشي، نو باید دا د نړیوالې سوداګرۍ، لوژستیک، کانټینر بار وړلو، آزادو تجارتي زونونو، صنعتي مرکزونو، بندري پرمختګ او سیمهییز اقتصادي ادغام په چوکاټ کې وکتل شي. که د بدیلو تجارتي لارو له لارې د خلیج ساحلونه له نړیوالو بحري لارو سره په مستقیم ډول وصل شي، نو اغېزې به یې له انرژۍ څخه ډېرې پراخې وي.
دا ډول پروژې یقیناً د یو هېواد په وسایلو یا ګټو پورې محدودې نه شي پاتې کېدای. د خلیج هېوادونه به د نړیوالو پانګهوالو، لویو اقتصادونو، د انرژۍ واردوونکو هېوادونو او نړیوالو مالي ادارو سره پراخې مشورې ته اړتیا ولري، څو داسې پروژې اقتصادي لحاظه عملي، تخنیکي لحاظه خوندي او سیاسي لحاظه دوامدارې شي. چین، اروپا، جاپان، جنوبي کوریا او نور لوی واردوونکي هېوادونه هم د انرژۍ دوامداره او خوندي رسونې ته اړتیا لري، نو په داسې اقداماتو کې د هغوی علاقه طبیعي ده.
دا هم حقیقت دی چې د هر حساس بحري مسیر پر یو ځای انحصار کمېدل د سیمې د ځواک په توازن کې بدلون راوستی شي. د بدیلو لارو زیاتېدو سره د یوې لارې جغرافیایي اهمیت نسبي کمېږي، چې له امله یې د کړکېچ پر مهال په نړیوالو بازارونو کې فشار او بېثباتي هم کمېدای شي. خو دا بحث باید د شخړې یا مقابلې له زاویې ونه لیدل شي، بلکې د سیمهییز ثبات، تجارتي دوام او اقتصادي امنیت په چوکاټ کې باید درک شي.
نړۍ داسې دور ته داخله شوې ده چې پکې انرژي، سوداګري او جغرافیایي سیاست له یو بل څخه جلا نه دي. همدا وخت دی چې د خلیج هېوادونه له لنډمهاله بحرانونو وړاندې لاړ شي او د اوږدمهاله پلان جوړونې پر لور ګام واخلي، د بدیلو لارو، عصري پایپ لاین شبکو، ګډو بندري نظامونو او ممکنه تجارتي کوریډورونو په اړه جدي غور وکړي، څو په راتلونکي کې د هر بحران اغېز کم شي او د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ بهیر لا خوندي شي.
