اداریه ۱ جون ۲۰۲۶

جنوبي پشتونخوا، ناارامي او د قومي لار پوښتنه

جنوبي پشتونخوا له اوږدې مودې راهيسې له داسې حالاتو سره مخ ده چې پکې ناامني، سياسي بې‌باوري، اداري کمزوري او د ولسي اندېښنو زياتوالی د عامو خلکو پر ژوند ژور اغېز کړی دی. دا يو څرګند حقيقت دی چې د پښتنو ولس له خپلو ټولو سياسي اختلافاتو، شخړو او ګيلو سره سره نه له کوم قوم سره د جګړې نظريه لري او نه هم له رياست سره د دښمنۍ لاره غوره کوي، خو بيا هم د پښتون خاوره د وينو، وير او وېرې له چاپېريال څخه خلاصه نه ده.دا پوښتنه پر ځای ده چې ولې د خوشحالۍ او ټولنيزو مناسبتونو پر وخت هم د غم او وير سيوری غوړېږي؟ ولې چې هر ځل د يوې خوښۍ، مېلې، ولسي راټولېدنې يا ټولنيز مناسبت ترڅنګ د بې‌ګناه انسانانو وينې تويېږي او عادي ولس د مرګ او وېرې تر سيوري لاندې ژوند کولو ته اړ کېږي؟ دا حالت نه يوازې د امنيتي وضعيت کمزوري څرګندوي، بلکې د ولسي نفسياتو پر روحيه هم ژور اغېز پرېباسي.د دې حالاتو بل مهم اړخ د ادارې کمزوري او د ولس د اواز د نه اورېدو ستونزه ده. کله چې خلک د خپلو ستونزو، محروميتونو او اندېښنو په اړه اواز پورته کوي، نو د هغوی د شکايت پر ځای کله ناکله د فشار، دوسيو او چوپ پاتې کېدو اشارې ورکول کېږي. حال دا چې د هر نظام لومړنۍ دنده يوازې امن ساتل نه، بلکې د ولس اعتماد تر لاسه کول، عدالت ته لاره هوارول او سياسي ګډون ته فضا برابرول هم دي.که د پښتنو تاريخ ته وکتل شي، نو څرګنديږي چې دا ولس هر وخت د شعوري خوځښت، سياسي بيدارۍ او ټولنيز تحرک له لارې خپل شتون ثابت کړی دی. کله چې پښتون د تعليم، سياسي شعور، ملي حقونو او ټولنيز سمون لپاره منظم شوی، د هغه وجود او سياسي اغېز لا پياوړی شوی دی. خو کله چې داخلي اختلافاتو، شخصي ګټو او پرديو سياسي موخو ته لومړيتوب ورکړل شوی، نو تاوان يې هم ولس ته رسېدلی دی.نن تر ټولو لويه اندېښنه دا ده چې د ناامنۍ، بې‌روزګارۍ، تعليمي وروسته‌پاتېوالي او سياسي ګډوډۍ تر څنګ که قومي خوځښتونه يوازې د لنډمهالو موخو او د نورو د مفاداتو تر اغېز لاندې پاتې شي، نو راتلونکی نسل به له لا سترو فکري او ټولنيزو ستونزو سره مخ شي. قومونه هغه وخت خپل هويت پياوړی ساتلی شي چې د خپلې ژبې، تعليم، سياسي شعور او ګډو موخو پر بنسټ يووالي ته کار وکړي.د قحط الرجال شکايت نوې خبره نه ده، خو په داسې حالاتو کې د رښتينو سياسي مشرانو، پوهانو، استادانو او فکري شخصيتونو مسؤليت لا ډېرېږي. اړتيا دا ده چې ولس ته د احساساتو پر ځای د شعور، د وېش پر ځای د اتفاق او د مايوسۍ پر ځای د راتلونکي هيلمن تصوير وړاندې کړل شي. قومونه د شور او احساساتي شعارونو پر ځای د فکري لارښوونې، تعليم او سياسي بصيرت له لارې پر مخ ځي.جنوبي پشتونخوا نن تر هر وخت زيات دې ته اړتيا لري چې د امن، سياسي ثبات، تعليم، ولسي اعتماد او ګډې راتلونکې لپاره جدي بحث پيل شي. که دا بحث او عملي هڅې ونه شي، نو کېدای شي راتلونکی نسل هم د نن په څېر له همدې پوښتنې سره ژوند وکړي چې دی ولې وژل کېږي او د ده د محروميت اصلي علت څه دی.