اداریه ۱ جون ۲۰۲۶

د جنوبي پښتونخوا زخمونه، د چوپتيا پوښتنې او د ويښتابه اړتيا

جنوبي پښتونخوا نن چې د بې‌باورۍ، ويرې او ذهني اضطراب له کوم حالت څخه تېرېږي، هغه يوازې د څو جلا جلا پېښو يا لنډمهاله ناامنۍ پايله بلل له حقيقت څخه سترګې پټول ښکاري، ځکه په بلوچستان، په ځانګړي ډول جنوبي پښتونخوا کې د امن او امان پرله‌پسې خرابېدونکي حالت، د روزګار محدود فرصتونه، پر مزدورانو او عامو ولسي وګړو د بريدونو زياتوالی، تښتونې، شتمنيو ته زيان رسېدنې او د سر او مال د خونديتوب نشتون د پښتنو په ټولنه کې ژوره اندېښنه او اضطراب زېږولی دی، چې اوس يوازې د ولسي خبرو تر کچې محدود نه دی، بلکې په سياسي غونډو او د مشرانو په څرګندونو کې هم په ښکاره ډول اورېدل کېږي.

د اختر په څېر د خوښۍ او مذهبي مناسبت پر مهال د پنځو کسانو شهادت غم، قهر او اندېښنې ته نوره هم زور ورکړ، حال دا چې د بېلابېلو کړيو له لوري له پېښې څخه د ناخبرۍ يا د مسؤليت نه منلو څرګندونو د ولس په منځ کې لا ډېرې پوښتنې پيدا کړې دي، چې دا وينه به د چا په حساب ليکل کېږي او د دوامدارې ويرې په دې فضا کې به عام ولس تر کومه د خپل ژوند او بقا جګړه کوي؟

په چمن کې د عامې غونډې پر مهال د نواب اياز خان جوګېزي له لوري په پښتون مېشتو سيمو کې د تاوتريخوالي، تښتونو، د مزدورانو وژنې او شتمنيو ته د زيان رسولو د پېښو په اړه اندېښنه څرګندول، په حقيقت کې د هغې ټوليزې بې‌قرارۍ سياسي انځورګري ښکاري چې له اوږدې مودې راهيسې د ولس په ذهنونو کې راټوکېدلې ده. همدارنګه د قهار خان ودان له لوري د حالاتو د حساسيت په رڼا کې د بېلابېلو اړخونو ترمنځ د اړيکو او اداري نوعيت خبرو يادونه هم دا تاثر پياوړی کوي چې موضوع تر عادي سياسي اختلافاتو او بحثونو اوښتې او د يو ژور انساني او ټولنيز بحران بڼه يې خپله کړې ده.

خو د دې ټول انځور تر ټولو دردونکی اړخ ښايي دا وي چې پښتنه ټولنه تر اوسه هم په لنډمهاله غبرګونونو، خپلمنځي وېش، تورونو، احساساتي شعارونو او محدودو سياسي تړاوونو کې راګيره ښکاري، حال دا چې بنسټيزه پوښتنه د امن، روزګار، زده‌کړو، د انساني ژوند خونديتوب، سياسي استازولۍ، د قانون واکمنۍ او ټوليز عزت او وقار ده.

د صوبايي حکومت مسؤليت دی چې د جنوبي پښتونخوا په ګډون د بلوچستان په ټولو سيمو کې د خلکو د سر او مال، روزګار او ازاد تګ راتګ خونديتوب يقيني کړي، او وفاقي حکومت هم بايد په بلوچستان کې د رښتينې استازولۍ، سياسي شموليت، باور جوړونې او د محروميتونو د ختمولو پر بنسټ پراخ سياسي ميکانيزم رامنځته کړي، څو د زياتېدونکې بې‌باورۍ او اضطراب مخه ونيول شي.

تاريخ شاهد دی چې تلپاتې امن يوازې د زور له لارې نه، بلکې د انصاف، شريکتيا، باور او د ويښو ولسونو د ګډ شعور په مټ ټينګېږي. که پښتنه ټولنه نن هم د خپلو زخمونو، پوښتنو او د راتلونکي د غوښتنو په اړه په ګډه او جدي توګه فکر ونه کړي، نو دا وېره پر ځای ده چې سبا به همدا چوپتيا خپله د يو لوی زيان بڼه خپله کړي.