اداریه ۶ جون ۲۰۲۶

انور ساجدي، محمود خان اڅکزی او د بلوچستان نوې سیاسي صف بندي۔طنز، تاریخ او یوه جدي ملي پوښتنه

د بلوچستان په سیاست کې کله ناکله یوه مقاله یا وینا داسې بحثونه بیا راژوندي کوي چې له کلونو راهیسې د سیاسي صحنې په شا کې پراته وي. د نومیالي خبریال انور ساجدي وروستۍ مقاله هم همداسې اغېز لرلی دی. که څه هم د هغه د مقالې ظاهري محور د محمود خان اڅکزی هغه وینا وه چې په چمن کې یې کړې وه، خو په حقیقت کې د هغې تر شا د بلوچستان راتلونکی سیاسي جوړښت، د نویو صوبو بحث، د وفاق رول، د پښتون او بلوچ اړیکې او د سیمې د راتلونکي په اړه مهمې پوښتنې پرتې دي.انور ساجدي د بلوچستان د ژورنالېزم یو معتبر نوم دی. د بلوچ ملت د غړي په توګه هغه د بلوچ ټولنې، دولتي چارو او سیاسي بدلونونو له واقعیتونو سره ژوره بلدتیا لري. خو د هغه پېژندنه یوازې د یوه کالم لیکوال یا شنونکي تر بریده نه محدودیږي. د ذوالفقار علي بوټو د واکمنۍ پر مهال، کله چې د بلوچستان منتخب حکومت ړنګ شو، سیاسي ترینګلتیا خپل اوج ته رسېدلې وه او د دولت او ملتپالو ځواکونو ترمنځ د ټکر فضا حاکمه وه، انور ساجدي د یوه خبریال په توګه مهم رول ادا کړی و. هغه په بېلابېلو دورو کې د بلوچستان سیاسي، ملي او جمهوري ستونزې رابرسېره کړې او حتی په هغو شرایطو کې یې هم قلم نه دی پرې ایښی چې د مخالفت غږونه له فشارونو سره مخ وو

ښايي همدا تاریخي شالید وي چې د هغه لیکنې د بلوچستان په سیاسي حلقو کې په جدي توګه لوستل کیږي. خو لکه څنګه چې د هغه ژورنالېستیکه مبارزه مهمه ده، همدومره مهمه دا هم ده چې د نننیو پېچلو شرایطو پر مهال تاریخي تجربې د متقابل درناوي او رغنده مکالمې د پیاوړتیا لپاره وکارول شي.حقیقت دا دی چې په بلوچستان کې د اداري وېش، نویو ډویژنونو او احتمالي نویو اداري واحدونو بحث نوې موضوع نه ده. کله چې د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز بګټي په سبۍ کې د واکونو د لېږد او نوې اداري بڼې یادونه وکړه، سیاسي حلقو کې دا تاثر پیدا شو چې ښايي په راتلونکي کې نور اداري بدلونونه هم رامنځته شي.په بلوچستان کې له اوږدې مودې راهیسې واک، سرچینې او پرمختیایي پروژې د ځانګړو سیاسي او ټولنیزو کړیو تر اغېز لاندې پاتې شوې دي. په همدې چوکاټ کې دا پوښتنه هم راپورته کیږي چې آیا ځینې هغه سیمې چې پخوا د وفاقي ادارې یا وفاقي ګټو برخه ګڼل کېدې، په راتلونکي کې به د کوم نوي آئیني یا اداري جوړښت له مخې بېرته د وفاق تر مستقیم اغېز لاندې راوستل شي که نه.په داسې چاپېریال کې د پښتون ملتپالو کړیو له لوري د خپلې جغرافیایي وحدت او تاریخي هویت موضوع بیا مطرح کول کومه غیرطبیعي خبره نه ده. د پام وړ ټکی دا دی چې دا هماغه دریځ دی چې په بېلابېلو دورو کې د واکمنۍ د سیاست له امله شاته تللی و، خو اوس یو ځل بیا د عامه بحثونو برخه ګرځېدلی دی.ما ته یاد دي چې په ۲۰۱۷ کال کې د کوټې پریس کلب د «حال احوال» په نوم پروګرام کې، چې محمود خان اڅکزی هم پکې ګډون درلود، ما پوښتنه وکړه چې پښتون ولس د خپل تاریخ له یوه سخت پړاو څخه تېرېږي. په داسې حال کې چې د پښتون اکثریت لرونکو سیمو پر بنسټ د یوه نوي صوبې د جوړېدو غوښتنه نه یوازې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیاست برخه پاتې شوې، بلکې د ډاکټر عبدالمالک بلوچ او سردار اختر جان مینګل ګوندونو هم په بېلابېلو وختونو کې د دې غوښتنې د ملاتړ لپاره چمتووالی ښودلی و، نو ولې دا غوښتنه په عملي سیاسي تحریک نه بدلېږي؟د محمود خان اڅکزي ځواب هغه مهال ډېر څرګند او احساساتي و. هغه وویل چې بلوچ ولس د خپل تاریخ له یوه ستونزمن دور څخه تېرېږي. د پښتنو دودونه او ارزښتونه دا ایجابوي چې په سخت وخت کې د خپل ګاونډي ملاتړ وشي، نه دا چې د هغه ستونزې نورې هم زیاتې شي.هغه زیاته کړه: «که په دې شرایطو کې پر بلوچانو کومه مرمۍ چلېږي، نو هغه به لومړی د محمود خان اڅکزي له سینې تېرېږي.د هغه په اند، په هغه وخت کې اساسي لومړیتوب د پښتون او بلوچ ترمنځ باور، یووالی او ګډه مبارزه وه، نه داسې غوښتنې چې په دغه حساس پړاو کې نورې سیاسي پېچلتیاوې راولاړې کړي.دا پوښتنه په حقیقت کې یوازې د یوې سیاسي ډلې یا یوه مشر په اړه نه وه، بلکې د بلوچستان د ملي سیاست او راتلونکي مسیر په اړه وه.له دې څخه څو کاله وړاندې، کله چې مرحوم سردار عطاء الله مینګل د پونم مشر ټاکل شوی و، ما د ایم پي اې هاسټل په یوه لیدنه کې له هغه څخه د پښتون او بلوچ سیمو د حدودو او حقونو د ټاکلو په اړه پوښتنه وکړه.د هغه ځواب ژور او لرلید لرونکی و. هغه وویل:«اوس د دې صوبې واک د بل چا په لاس کې دی. کله چې واک زموږ لاس ته راشي، نو پرېکړې به د تاریخ او جغرافیې پر بنسټ کوو، او که اړتیا پېښه شوه، له ګاونډیو ولسونو څخه به هم مرسته وغواړو.»
دا ځواب د دې حقیقت څرګندونه کوله چې د بلوچستان ملي ستونزې یوازې اداري او سیاسي موضوعات نه دي، بلکې تاریخي، جغرافیایي او د ملتونو ترمنځ د اړیکو له زاویې هم باید ورته وکتل شي.

انور ساجدي په خپله مقاله کې محمود خان اڅکزی «سیاسي سوداگر» بللی او د هغه سیاست یې د «پښتون کارډ» تر محور راڅرخېدونکی سیاست ګڼلی دی. اختلاف د هر چا حق دی، خو دا هم حقیقت دی چې په بلوچستان کې د پښتون او بلوچ ملي پوښتنې یوازې انتخاباتي شعارونه نه دي، بلکې تاریخي، جغرافیایي او ټولنیز واقعیتونه دي. له همدې امله، د دغو موضوعاتو بحث باید د شخصیتونو پر ځای د دلایلو او تاریخي شواهدو پر بنسټ مخته ولاړ شي.

د «نیم بلوچستان په لیکلې بڼه ورکولو» د څرګندونې په اړه هم باید وویل شي چې هغه کسان چې د محمود خان اڅکزي له سیاسي سبک سره اشنا دي، پوهېږي چې نوموړی ډېر کله په جدي سیاسي خبرو کې طنز او ظرافت هم ور ګډوي. د دغسې خبرو لفظي تعبیر کول کله ناکله د اصلي سیاق او مفهوم له پامه غورځولو معنا لري.
انور ساجدي په خپله مقاله کې د لارو او سوداګریزو دهلېزونو یادونه هم کړې ده. دلته یوه مهمه خبره باید له پامه ونه غورځول شي. یوازې پښتانه نه دي چې د بلوچ سیمو له لارو ګټه اخلي، بلکې د بلوچستان جغرافیایي موقعیت له لسیزو راهیسې د یوې پراخې سرحدي اقتصاد محور پاتې شوی دی.

له دغو لارو نه یوازې ځایي اوسېدونکي، بلکې د هېواد له څلورو واړو صوبو سره تړلي سیاسي، سوداګریز او اداري نفوذ لرونکي کړۍ هم په بېلابېلو وختونو کې مستفیدې شوې دي.

د قاچاق او غیر رسمي سوداګرۍ موضوع هم یوازې د یوه قوم یا سیمې مسئله نه ده. له دې سره تړلې مالي ګټې خورا پراخې دي. د سرحدي اقتصاد او غیر رسمي سوداګرۍ له بېلابېلو اړخونو څخه د هېواد په بېلابېلو برخو کې ځواکمنې کړۍ ګټه اخلي.

په دې ټول بحث کې یو اساسي ټکی باید هېر نه شي. پښتانه او بلوچان د یو بل ګاونډیان دي. د دوی تاریخ، جغرافیه، خوښۍ، غمونه، سوداګري، خپلوي او ګډې ستونزې له یو بل سره تړلې دي. د تېرې یوې پېړۍ سیاسي بدلونونو هم دا حقیقت نه دی بدل کړی.

له همدې امله، د دواړو ملتونو ترمنځ شته اختلافات باید د دښمنۍ پر ځای د مکالمې او تفاهم په فضا کې حل شي.

نن ورځ پښتون او بلوچ دواړه ملتونه د خپل تاریخ له یوه خورا سخت پړاو څخه تېرېږي. ناامني، سیاسي بې باوري، اقتصادي ستونزې او د واک او اختیار پوښتنې د دواړو ګډې مسئلې دي.

بدبختانه د دواړو ترمنځ ځینې لانجمن موضوعات هم شته چې باید له پامه ونه غورځول شي، بلکې په علمي او سیاسي کچه ورباندې بحث وشي. خو د دې بحث موخه باید د واټنونو زیاتول نه، بلکې د ستونزو حل موندل وي.د پوهانو، خبریالانو او سیاسي مشرانو مسؤلیت دی چې یوازې د ستونزو په ګوته کولو بسنه ونه کړي، بلکې د هغو عملي حل لارې هم وړاندې کړي. طنز او تمسخر ښايي لنډمهاله ستاینه ترلاسه کړي، خو دوامداره سیاسي روغې جوړې او ملي همغږۍ ته لاره یوازې د جدي مکالمې، تاریخي صداقت او متقابل درناوي له لارې هوارېدای شي.د بلوچستان د راتلونکي پوښتنه د کوم یوه قوم، ګوند یا شخصیت پوښتنه نه ده، بلکې د دې خاورې د ټولو اوسېدونکو د ګډ راتلونکي پوښتنه ده. په داسې حال کې د قلم دنده دا نه ده چې سنګرونه جوړ کړي، بلکې دا ده چې د زړونو او ولسونو ترمنځ پلونه جوړ کړي.